د ارمنستان او اذرباییجان ځواکونو پر یو بل ډزو ته دوام ورکړی

دواړه لوري یو او بل د اوربند له هغې موافقې په سرغړونه تورنوي، چې تېره شنبه په مسکو کې ورباندې موافقه وشوه.

د ارمنستان او اذرباییجان ځواکونو په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ او شاوخوا سیمو کې خپلو ډزو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو له دواړو لوریو د روسیې په منځګړیتوب د منل شوي بشري اوربند د رعایتولو غوښتنه کړې ده.

د اذرباییجان دفاع وزارت نن وویل، چې د جګړې په ساحه کې وضعیت تېره شپه ډېر خراب و او د ارمنستان ځواکونه یې تورن کړي، چې نن سهار یې پر تارتار ساحه توپونه ویشتلي دي.

خو د ارمنستان دفاع وزارت چې دا تور ردوي پر اذرباییجان تور لګوي، چې د لومړۍ کرښې پر څو ساحو یې د توپونو او توغندیو ډزې کړې دي.

دواړه لوري یو او بل د اوربند له هغې موافقې په سرغړونه تورنوي، چې تېره شنبه په مسکو کې ورباندې موافقه وشوه.

دغه موافقه له دواړو لوریو غواړي چې بندیان او د دوو اوونیو په جګړه کې د وژل شویو مړي تبادله کړي.