د امریکا لوی درستیز: له افغانستانه وتل د تاوتریخوالي کمېدو سره تړلې ده

امریکايي سرتېري

د پنټاګون یو جګپوړی چارواکی وايي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمېدو او نورو هغو شرایطو سره تړلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه پرې شوې.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ وویل چې دی غواړي د روان کال له کرسمس مخکې امریکايي ځواکونه هېواد ته راستانه کړي، خو د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي پرون دوشنبه وویل، د وروستیو ۴،۵۰۰ امریکايي سرتېرو ایستل، د طالبانو د حملو له کمېدو او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د پرمختګ له شرایطو سره تړلي دي.

جنرال میلي د امریکا له «NPR» راډیو سره په یوه مرکه کې چې پرون خپره شوه زیاته کړه چې په فبروري میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ټول مواد او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پلان خپل شرایط لري.

جنرال میلي زیاته کړه، مهمه دا ده چې متحده ایالات غواړي دا جګړه مسؤلانه او په خپله خوښه پای ته ورسوي او دا کار به په داسې شرایطو کېږي چې باید د امریکا د ملي امنیت ګټې چې په افغانستان کې یې لري خوندي وي.

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز په دې مرکه کې څرګنده کړه چې جګړې د څو مخکېنیو میاشتو پرتله راکمې شوي، خو په تېرو څلورو پنځو میاشتو کې د تاوتریخوالي د کمېدو دا کچه کافي نه‌ده.