پر بلاروس او روسیې د اروپايي ټولنې د احتمالي بندیزونو خبرداری

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې د بلاروس او روسیې پر وړاندې د احتمالي بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

د دې اتحادیې چارواکي وايي د دغو دواړو هېوادونو پر وړاندې د دوی زغم د اداري فساد او د ډیموکراسۍ د نشتوالي له کبله پای ته رسېدو ته نږدې دی.

د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۲) په لوګزامبورګ کې په یوه غونډه کې وویل چې په بلاروس کې د اګسټ انتخابات ازاد او عادلانه نه‌و. دوی د هېواد دیکتاتور الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې د احتمالي اقداماتو خبرداری ورکړ او د هغه په اړه‌یې ویلي چې ډیموکراتیک مشروعیت نه‌لري.

اروپايي چارواکو همداراز د جرمني او فرانسې د هغه وړاندیز ملاتړ کړی چې وايي د کرملېن د منتقد الکسي ناوالني د مسمومولو په خاطر دې د روسیې پر رژیم نور بندیزونه ولګول شي.

مسکو په دې قضیه کې لاس درلودل رد کړي او وايي چې ناوالني نه‌دی مسموم شوی.