هلمند کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه روانه ده

ارشیف

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې لا هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سیمو د نیولو لپاره جګړه روانه ده.

پرون د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه طالبانو ونیوله چې افغان ځواکونه‌یې د بېرته نیولو لپاره جنګېږي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي تر اوسه په دغو ځمکنیو او هوایي بریدونو کې یې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې، خو کره شمېر یې نه‌دی یاد کړی.

نوموړي ازادي راډیو ته د هغو سیمو په اړه وویل چې له بېګاه عملیات په‌کې شوي.

هغه زیاته کړه: "افغان ځواکونه په نمبر یک شاهراه کې په عملیاتو بوخت دي، په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې او په چاه انجیر سیمه کې ځانګړي قطعات سیمې ته رسېدلي دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وایي له پرون راهیسې په دغو جګړو کې تر ۷۰ پورې وسله‌وال طالبان وژل شوي دي، خو خپلواکو سرچینو دغه شمېره نه‌ده تأیید کړې. په خپله طالبانو هم دا ادعا نه‌ده منلې.

افغان چارواکو په دې جګړو کې د افغان ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ګڼ شمېر کورنۍ د جګړې له وېرې له خپلو سیمو تښتېدلي او د مرکز خوا ته‌یې پنا وړې.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي، دغه کورنۍ د سرپناه او نورو اړینو توکو مرستې ته اړتیا لري.