د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو کې له ټرمپ د طالبانو پر ملاتړ د نړیوالو ورځپاڼو لیکنې

بهرنۍ ورځپاڼې

ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو د «سي بي اېس» ټلوېزیون پر هغه راپور لیکنې خپرې کړي چې وايي، طالبانو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ د بریا هیله کړې، هغه راپور چې وروسته طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد رد کړ.

  • نیوز ویک

نیوز ویک مجلې پر خپله وېب‌پاڼه په دې اړه یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک‌یې دی "طالبانو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ټرمپ د بیا انتخابېدو د کمپاین ملاتړ وکړ."

ورځپانې په دې برخه کې د «سي بي اېس» ټلوېزیون راپور ته اشاره کړې او وايي د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد «سي بي اېس» ته په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي "د دې ډلې مشران له کرونا ویروس څخه د ډونالد ټرمپ په رغېدو خوښ شوي دي."

نیوز ویک زیاتوي طالب مشرانو هیله څرګنده کړې چې ټرمپ به په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات له پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن وګټي.

ورځپانې د طالبانو په حواله ویلي چې د ټرمپ د ملاتړ سبب‌یې دا دی چې د ده اداره له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو ایستل غواړي.

  • انډېپنډنټ

بریتانوۍانډېپنډنټ ورځپاڼې بیا د طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هغه پیغام لیکنه کړې چې وايي، د «سي بي اېس» ټلوېزیون د امریکا په انتخاباتو کې د ټرمپ د بریا د هیلې په اړه د ده خبرې سمې نه‌دي راخیستي.

ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر په دې اړه یو وضاحت کې لیکلي "«سي بي اېس» (CBS) امریکايي رسنۍ زما خبرې ناسمې تعبیر کړي او نشر کړي دي، هغه څه چې هغوی نشر کړي هغسې کومه خبره نه‌ده ورته شوې."

انډېپنډیټ په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې د ورځې ټویټ ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، غواړي د دې کال تر پای پورې له افغانستان څخه امریکايي سرتېري کور ته راستانه کړي.

د ورځپاڼې په وینا داسې یو اقدام چې له افغانستان څخه پاتې بهرني سرتېري وایستل شي او په دې هېواد کې د امریکا ۱۹ کلن حضور پای ته ورسوي، ممکن د طالبانو له‌خوا بریالیتوب وګڼل شي.

د طالبانو سره د امریکا د تړون له مخې که طالبان له امریکا سره په دې تړون کې کړې ژمنې عملي کړي، نو به د ۲۰۲۱ م کال تر مې پورې ټول امریکايي سرتېري له افغانستان څخه ایستل کېږي.

  • بزنس انسایډر

بزنس انسایډر هم په دې موضوع یوه لیکنه کړې او د ډونالد ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مشر تیم مورتاوغ له خولې یې ویلي، دوی د طالبانو ملاتړ ردوي او طالبان باید پوه شي چې ولسمشر ټرمپ به تل د امریکا ګټې په هره اړینه معنی وساتي.