ولسمشر غني له قمرګلې سره ولیدل

قمرګلې د خپل ۱۲ کلن ورور په مرسته په طالبانو ډزې کړې وې او دوه بریدګر یې وژلي و.

ارګ ماڼۍ وايي افغان ولسمشر د قمرګل په نوم له یوې نجلۍ سره وکتل چې څه موده وړاندې یې له طالبانو د خپلې مور او پلار د وژلو غچ اخیستی و.

د جمهوري ریاست په فېس‌بوک پاڼه پرون ماښام د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او قمرګل د لیدنې عکسونه او لنډ جزئیات خپاره شوي.

ارګ ماڼۍ لیکلي چې ولسمشر غني د قمرګل زړورتیا ستایلې او د استوګنې او تحصیل د زمینې د برابرولو ژمنه‌یې ورکړې ده.

قمرګل د غور د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکې وه. د راپورونو په اساس وسله‌والو طالبانو سږ کال د چنګاښ په وروستیو کې د تیورې په یوه کلي برید کړی و چې د ځینو نورو خلکو ترڅنګ‌یې د قمرګل پلار او مور هم وژلي وو.

تر پېښې وروسته قمرګل د خپل ۱۲ کلن ورور په مرسته په طالبانو ډزې کړې وې او دوه بریدګر یې وژلي و.