د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ اوربند د ماتېدو له خطر سره مخامخ شوی

نګورنو قره‌باغ کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ نښته

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ اوربند چې له اعلانېدو یې لا ورځ نه‌ده پوره شوې، د ماتېدو له خطر سره مخامخ شوی دی.

د دواړو خواوو ترمنځ اوربند پرون د غرمې په ۱۲ بجې د روسیې په منځګړیتوب پیل شو، خو ارمنستان او اذربایجان پر یو بل د بریدونو تور پورې کوي.

د راپورونو له مخې، د نګورنو قره‌باغ په ستیپاناکرت سیمه کې له پرون مازدیګره تر نن سهاره پورې د څو چاودنو غږ اورېدل شوی دی.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه وویل چې اذري ځواکونو د اوربند سرغړونه کړې ده.

په باکو کې د اذربایجان دفاع وزارت تېره شپه وویل، ارمنستان د اذربایجان پر ګنجې ښار راکټونه ویشتي دي.

تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ په جګړو کې سلګونه تنه ملکیان او پوځیان وژل شوي دي.