جنوبي وزیرستان کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي

ارشیف، پاکستاني پوځیان

پاکستاني چارواکي وايي، په جنوبي وزیرستان کې په یوه برید کې د دوی لږترلږه ۲ سرتېري وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ازادي راډیو ته وویل، دا برید پرون (شنبه) د شوال تحصیل په منامندره سیمه کې وشو.

د دوی په وینا په دې پېښه کې ۴ نور پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.