سدیر جپاروف د قرغزستان د نوي صدراعظم په توګه تأیید شو

د قرغزستان نوی صدراعظم سدیر جپاروف

د قرغزستان قانون جوړوونکو سدیر جپاروف د دغه هېواد د صدراعظم په توګه تأیید کړ.

د جپاروف د تأیید لپاره پرون وروسته تر دې رایه اچونه وشوه چې ولسمشر سورونبای جینبکوف دغه هېواد کې د بېړني وضعیت غوښتنه وکړه.

جینبکوف ویلي، د نوي دولت له جوړېدو سره سم استعفا کوي.

په قرغزستان کې د اکټوبر په پنځمه، یعنې تر پارلماني ټاکنو یوه ورځ وروسته اعتراضونه پیل شول او یوه ورځ وروسته مظاهره‌چیانو یو شمېر دولتي ودانۍ اشغال کړې.

دغه هېواد کې د څو ورځې مخکې پارلماني ټاکنو رایې باطلې شوي او د ټاکنو کمېسیون‌یې ویلي چې د نومبر تر نهمې باید بیاځلي انتخابات وشي.