د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر نیولی

المازبیک اتمبایف

د قرغزستان امنیتي ځواکونو د دې هېواد پخوانی ولسمشر المازبیک اتمبایف نیولی دی.

د قرغزستان د دولتي امنیت کمیټې نن د اتمبایف د نیولو خبر ورکړ.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د دې هیواد د پارلمان غړيو د نوي حکومت د جوړېدو په اړه د بحث لپاره راټول شوي دي.

لا هم د قرغزستان د پارلماني انتخاباتو په تړاو لانجې په دې هېواد کې دوام لري.

د ولسمشر سورون بای جین بیکوف لخوا د بېړني حالت تر اعلان وروسته، د قرغزستان پلازمېنه بشکېک د لانجو د ډېرېدو شاهده ده.

ادعا کېږي چې د اکتوبر د څلورمې نېټې په انتخاباتو کې بې نظمې وې او رایې پلورل شوي دي.