چارواکي وايي، په هلمند کې یوې چاودنې لږتر لږه ۵ تنه ملکي وګړي وژلي دي.
دافغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان آزادي راډیو ته تایید کې کړه چې دغه کسان نن په ګرشک ولسوالۍ کې وژل شوي دی.
هغه زیاته کړه: "پر یوه مسافر وړونکي موټر د طالبانو لخوا د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد چې په پایله کې زموږ ۵ تنه هېواد وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي."
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
افغان حکومت او د طالبانو ډله کله ناکله یو بل په ملکي مرګ ژوبلې تورنوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر د روان میلادي له په لومړۍ نیمایي کې په دې هېواد کې د شاوخوا درې سوه زره ملکي وګړو وژنه مستند کړې ده.
د دغه سازمان په خبره دغه ملکیان تر ډېره د حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو پر مهال وژل شوي دي.