د قرغزستان پارلمان د نوي صدراعظم د انتخاب لپاره رایه ورکوي

د قرغزستان پارلمان ودانۍ


د قرغزستان پارلمان په پام کې لري چې د حکومت له‌خوا په اعلان شوي بېړني حالت کې د نوي صدراعظم د انتخاب لپاره رایې ورکړي.

وکیلانو د ازادي راډیو قرغزي څانګې ته وویل چې د پارلمان غړي به نن د اکټوبر په ۱۰مه نېټه پلازمېنې بشکېک ته نږدې د ولسمشر سورونبای جینبکوف په استوګنځي کې غونډه وکړي څو د بېړني حالت د اعلان او نوي صدراعظم ته د اعتماد رایې د ورکولو په اړه بحث وکړي.

له دې مخکې په بشکېک کې د سیالو ډلو ترمنځ چې د پراخو مظاهرو په نتیجه کې د حکومت له ړنګېدو وروسته د قدرت د ترلاسه کولو هڅه کوي، د نښتو راپورونه ورکړل شول.

مظاهره‌چیانو چې د سې شنبې په ورځ‌یې دولتي ودانۍ ونیولې پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبایوف له بنده خوشې کړ. اتمبایوف پر ولسمشر جینبکوف غږ کړی چې په سوله‌ییز ډول استعفا وکړي.