عبدالله: د افغان سولې هڅو کې باید د سیمې هېوادونو اندېښنو ته پام وشي

Your browser doesn’t support HTML5

له ازادي راډیو سره د عبدالله عبدالله مرکه

د ملي مصالحې عالي شورا مشر وايي چې په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې باید د سیمې د هېوادونو اندېښنې په پام کې ونیول شي.

عبدالله عبدالله پرون جمعه هند ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره لېوالتیا لري.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "د افغانستان له سولې سره د دې سیمې ټول هېوادونه علاقه لري، خو خپلې اندېښنې او هیلې هم لري چې باید په پام کې ونیول شي او بحث ورسره وشي."

ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې په هڅو کې د روسیې ونډه هم مهمه وبلله او ویې‌ویل چې د سیمې هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې به د امکان په صورت کې روسیې ته هم ولاړ شي.