افغانستان او ناټو د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود

ارشیف، هلمند کې امریکايي سرتېري

د ناټو عمومي منشي ویلي په افغانستان کې د دې سازمان ماموریت د شرایطو په نظر کې نیولو سره پای ته رسوي.

په تېرو دوه ورځو کې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوه ځلې د کرسمس تر رارسېدو پورې له افغانستان نه د پاتې امریکايي عسکرو په ایستلو تینګار کړې.

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې اوس‌مهال په هندوستان کې دی د ټرمپ ورستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

ښاغلي عبدالله وویل: "له افغانستان څخه د متحده ایالاتو سرتېرو وتل به یوه ورځ پېښ شي خو افغانستان باید د دې توانایي ولرې چې په خپلو پښو ودریږي خو د وخت څخه وړاندې عمل به پایلې ولري."

د ملي مصالحې عالې شورا رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله دغه څرګندونې پرون د هند د مطالعاتو په انسټیټوټ کې وکړې.

هغه دا هم وویل چې د ټرمپ د نظر په اړه څه ویل به ډېر وختي خبره وي.

خو د ټرمپ دغه څرګندونو ته یوازې افغان چارواکو نه بلکې د ناټو هم غبرګون وښود.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د یو کنفرانس په ترڅ کې وویل: "موږ پرېکړه وکړه چې په ګډه به افغانستان ته ولاړ شو، موږ به په راتلونکي کې د ځواکونو د تنظیم په اړه په ګډه پرېکړه وکړو او په مناسب وخت کې به له افغانستان نه یوځای ووځو."

سټولټنبرګ زیاته کړه چې اوس‌مهال ناټو په افغانستان کې ۱۲ زره سرتېري لري چې د دې ځواکونو ډېری برخه امریکایی سرتېري دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

دغه ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مرسته ورسره کوي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه په ورځ وویل چې د ډسمبر تر ۲۵ پورې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه وباسي.

هغه د پنجشنبې په ورځ هم د فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان څخه د هغه هېواد سرتېري باید د نوي کال تر پایه ووځي.

طالبانو بیا د ټرمپ د دې اعلان هرکلی کړی دی.

خو پوښتنه دا ده چې ایا ټرمپ به د کرسمس تر رارسېدو پورې واقعا خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي؟

عتیق‌الله امرخېل

پوځي پوه عتیق‌الله امرخیل باور لري چې ټرمپ به دا کار ونه کړي د هغه په وینا، څه چې ټرمپ وايي ټاکنیز شعار دی.

هغه وویل: "د امریکا خلک په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړې د ختمېدو غوښتنه کوي او دوی غواړي چې دا جګړه پای ته ورسیږي او امریکایي سرتېري له افغانستانه نه خپل هېواد ته وګرځي. ټرمپ غواړي خلک خوشحاله وساتي چې په ټاکنو کې ورته رایه ورکړي."

امریکا له طالبانو سره په کړې موافقه پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې پورې به ټول امریکايي عسکر له افغانستان څخه وځي.

خو د امریکایانو وتل په دې هوکړه کې مشروط دې ته دي چې شوې هوکړه بشپړه علمي شي، د افغانانو او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي او یو هر اړخیز اروبند رامنځته ته شي.