کندهار کې وسله‌والو یو نوی ښوونځی په بمونو ویجاړ کړی

قندهار کې وسله‌والو یو نوی ښوونځی په بمونو ویجار کړی

کندهار کې ځایي چارواکي وایې وسله‌والو یو نوی جوړ شوی ښوونځی له فعالیت مخکې په بمونو ویجاړ کړی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل، پېښه په ژړۍ ولسوالۍ کې شوې ده.

هغه زیاته کړه: " تېر ماښام د ژړۍ ولسوالۍ د مهاجرو په دویم کمپ کې یو تازه جوړ شوی ښونځی په بمونو والوزول شو، دا ښوونځی د کلیو پراختیا وزارت له‌خوا جوړ شوی و."

دوی وایي، د دغه لومړني ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې شوې وې او د رنګ په حال کې و.

یاد ښونځي شپږ درسي خونې درلودې او تر اوسه پرې د چاراکو په وینا شااوخوا پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی و.