چارواکي: د تالقان شاوخوا سیمې له طالبانو پاکې شوې

ارشیف، تخار کې د افغان ځواکونو عملیات

د تخار چارواکي وايي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د مرکز تالقان شاوخوا سیمې له طالبانو څخه پاکې شوې دي.

د تخار امنیه قومانداني وايي په دې عملیاتو کې چې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز محمد یاسین ضیا او د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع‌یې مشري کوي، ۲۰ تنو طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او لسګونه کلي له طالبانو څخه پاک شوي دي.