نګورنو قره‌باغ کې وضعیت لاهم ترینګلی دی

له دې یوه ورځ مخکې په دې سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ درنې نښتې وشوې

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې وضعیت نن سهار لاهم ترینګلی و.

له دې یوه ورځ مخکې په دې سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ درنې نښتې وشوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ارمنستان و اذربایجان ترمنځ د اوربند لپاره هڅې چټکې شوې دي.

د ارمنستان دفاع وزارت وايي د نګورنو قره‌باغ ارمني ټبره ځواکونه چې ایروان‌یې ملاتړ کوي نن سهار وختي پر سیمه د اذري ځواکونو برید په شا وتمباوه.

د اذربایجان لوري تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نګورنو قره‌باغ د اذربایجان په قلمرو کې دننه پرته سیمه ده چې اکثریت وګړي یې ارمني ټبري دي.