د مایک پنس او کامالا هرېس مناظره کې نرمې خبرې وشوې

USA-ELECTION/DEBATE

د امریکا په راروانو انتخاباتو کې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره د دواړو ګوندونو کاندیدانو تېره شپه په خپله مناظره کې تر ډېره نرمې خبرې وکړې.

په دې مناظره کې چې د کرونا له وبا نیولې، تر روغتيايي خدماتو، اقتصاد او بهرنۍ پالېسۍ پورې بېلابېل مسایل مطرح شول د جمهوري‌پالو کاندید مایک پنس او د ډیموکراتانو کاندیدې کامالا هرېس له هغو ترخو خبرو ډډه وکړه چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن په مناظره کې وشوې.

د تېرې اوونۍ د مناظرې برعکس، مېرمن هرېس او ښاغلي پنس ډېر صمیمي و، کم پېښېدل چې د یو بل خبره ونیسي او د یو بل د نوم له اخیستو یې ډډه کوله.