بلخ کې یوې ترافیکي پېښې ۴ کسان وژلي

د بلخ ولایت نقشه

په بلخ ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي.

د بلخ ترافیک پولیس وايي، په دې پېښه کې چې نن د کابل-مزار شریف پر لویه لاره سهار په خلم ولسوالۍ کې وشوه، دوه نور کسان هم ټپیان دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د پېښې ټول قربانیان د هغه سراچه موټر سپرلۍ وې چې د چټک سرعت له کبله له یوه ټېلر او یوه زرنج سره ټکر شو.