په یو شمېر اروپایي هېواونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په بېساري توګه زیاتې شوي چې د دغه ویروس بیا چټکې خپرېدو ته اندېښنې زیاتې شوې دي.
چک جمهوريت په یوه ورځ کې د کرونا ۵،۳۳۵ او جرمني له ۴،۰۵۸ زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړې. د دواړو هېوادونو روغتیایي چارواکو د کرونا د نویو مثبتو پېښو خبر پرون داسې مهال ورکړ چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د دغه ویروس بیا چټکې خپرېدو ته اندېښمن دي.
په چک جمهوریت کې دا په یوه ورځ کې د کرونا د ثبت شویو مثبتو پېښو یو نوی ریکارډ دی. تر دې یوه ورځ مخکې د ۴،۴۵۷ پېښو ریکارډ ټینګ شوی و.
په دغه هېواد کې چې نفوسیې ۱۰ میلیونه اووه لکه دی، د نفوسو په تناسبیې د کرونا ویروس پېښې په تېرو دوو اوونیو کې په بېساري توګه زیاتې شوې دي.
په کرونا اخته شوی کس
دغه وضعیت ته په پام چارواکو په دې هېواد کې له تېرې دوشنبې راهیسې د دوو اوونیو په مخه بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د سختو اقداماتو په ترڅ کې د ثانوي دورې ښوونځي بند دي، د خونو دننه تر ۱۰ او دباندې له ۲۰ زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز لګول شوی.
په چک جمهوریت کې تر پرون چهارشنبې پورې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو شمېر ۸۲۹ ته رسېدلی و.
جرمني چې له پرون مخکې د سې شنبې په ورځیې د کرونا ۲،۸۲۸ مثبتې پېښې ثبت کړې وې، خبرداری ورکړ چې هېواد ښایي پر کرونا کنټرول له لاسه ورکړي.
په جرمني کې د مړو شویو شمېر ۹،۵۷۱ ته رسېدلی دی.
ارشیف
ایټالیا چې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپارهیې ځیني اقدامات کړي او غواړي دغه ویروس له کنټروله ونهوځي، له پرون راهیسې یې دباندې د ماسک اغوستل اجباري کړي او سرغړوونکي تهیې د تر زرو ایرو پورې نغدي جریمه ټاکلې ده.
په دغه هېواد کې چې د روان کال په پیل کې په اروپا کې کرونا تر ټولو زیات ځپلی و، د اګسټ له میاشتې راهیسې پهکې د کرونا مثبتې پېښې په تدریجي ډول په زیاتېدو دي.
ایټالیا پرون چهارشنبه د کرونا د ۳،۶۷۸ نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.
دا د اپرېل میاشتې راهیسې چې په دې هېواد کې د کرونا پېښې اوج ته رسېدلې وې، په یوه ورځ کې د کرونا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې دي چې ثبتېږي.
په ایټالیاکې د 'کووېډ-۱۹' پر ناروغۍ د مړو شویو کسانو شمېر۳۶ زره او ۶۱ ته رسېدلی دی.
د ایټالیا حکومت هم په هېواد کې اضطراري حالت د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې غځولی دی.
رومانیا چې د کرونا ویروس پېښې پهکې په زیاتېدو دي، پرونیې په یوه ورځ کې د ۲،۹۸۵ پېښو په ثبتولو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ.
په کرونا باندې اخته شوي کسان د درمنلې لاندې
دغه وضعیت چارواکي دې ته اړ کړل چې په پلازمېنه بوداپست کې چې ډېرې نوې پېښې ثبت شوي، یو ځل بیا د خونو دننه رستورانتونه، تیاتر، سینماګانې، قمارخانې او د نڅا ځایونه بند کړي.
په رومانیا کې چې نفوسیې تقریباً ۲۰ میلیونه دی، د کرونا ویروس ۱۴۲ زره او ۵۷۰ مثبتې او د مړینو ۵،۲۰۳ پېښې ثبت شوې دي.