ارمنستان او اذربایجان د نګورنو قرباغ پر سر جګړې ته شدت ورکړی

نګورنو قره‌باغ

نړیوال هڅه کوي چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ اوربند وکړي، خو د دې هڅو سربېره د نګورنو قره‌باغ په سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

په یروان کې پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ارمنستان ملاتړو بېلتون غوښتونکو د اذربایجان لوی برید د نګورنو قره‌باغ په لیرې جنوب کې په شا تمبولی دی.

دا سیمه له ایران سره ګډه پوله لري او په وروستیو ورځو کې دلته جګړه سخته شوې ده.

د سپټمبر له ۲۷مې چې جګړه پیل شوې ده دواړو لورو د لسګونه ملکیانو په ګډون د لږترلږه ۳۰۰ کسانو د وژلو خبر ورکړی دی.

اذربایجان بیا د پوځي تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

داسې باور دی چې اصلي تلفات به تر دې ډېر زیات وي.

اذربایجان او ارمنستان دواړه نګورنو قره‌باغ خپله خاوره ګڼي.