د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې شاوخوا نن هم سختې جګړې دوام درلود

د نګورنو قره‌باغ سیمې ویجاړیو کې یو ولاړ کس

د نګورنو قره‌باغ جلا شوې سیمې شاوخوا نن هم د ارمنستاني او اذربایجاني ځواکونو سختې جګړې دوام درلود، سره له دې چې نړیوالو له دواړو خواوو د اوربند غوښتنه کړې.

د ارمنستان چارواکو ویلي، د دوی له ملاتړه برخه‌من جلا غوښتونکي پوځ د اذربایجان ډېرې حملې شنډې کړې دي.

نننۍ جګړې د نګورنو قره‌باغ جنوبي څنډه کې شوي، دا سیمه چې له ایران سره ګډه پوله لري په وروستیو څو ورځو کې د جګړو مرکز ګرځېدلې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د سپټمبر په ۲۷مه ونښته چې تر اوسه په‌کې د ملکیانو په ګډون ۲۵۰ تنه وژل شوي دي.

ګمان کېږي چې د وژل شویو شمېر به له دې هم لوړ وي، ځکه دواړه خواوې یو بل ته د درنې پوځي مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کوي.