قرغزستان کې نن هم زرګونه کسانو اعتراض وکړ

بشکېک کې مظاهرې

د قرغزستان پلازمېنه بشکېک کې نن هم زرګونه کسانو اعتراض وکړ.

دغلته مخالفان هڅه کوي چې د یکشنبې ورځې پارلماني ټاکنو وروسته ډېر واک ترلاسه کړي.

اعتراض کوونکي نن بشکېک کې د حکومت ماڼۍ مخې ته راټول شوي وو.

دوی شعار ورکاوه چې راتلونکي حکومت کې باید د دوی په ټکو پاک کسان شامل شي.

اعتراض کوونکي دغه‌راز غوښتنه کوي چې پېژندل شوی پانګه‌وال تیلیک توقتو غازيیف باید د صدراعظم په توګه وټاکل شي.