په نګورنو قره باغ کې د تېلو یو پایپ لاین په راکټونو ویشتل شوی

نګورنو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د جګړې دوام

لویه څارنوالي وايي د نګورنو قره باغ په لانجمنه سیمه کې د قره باغ جلا غوښتونکو وسله والو د تېلو یو پایپ لاین په راکټونو ویشتلی دی.

ارمنستان د اذربایجاني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د ازادي راډیو اذري څانګې راپور ورکړی د جیهان د تېلو پايپلاین باکو له تبلیسي سره وصلوي.

د تېلو د دې پایپ لاین له لارې اروپا ته د اذربایجان تیل انتقالېږي.

اذربایجاني چارواکو ډاډ ورکړی چې د دوی د پوځ د هڅو په نتیجه کې د یاد پايپ لاین د تخریب مخه نیول شوې ده خو یو ملکي کس وژل شوی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې ارمنستان او اذربایجان د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر توده جګړه روانه کړې چې په کې دواړو خواو ته نږدې ۲۵۰ کسان وژل شوي.

د جګړې د درولو لپاره د نړیوالو له ټینګار سره سره دواړو خواوو په یو بل بریدونو ته دوام ورکړی.