عبدالله عبدالله د هند د ملي امنیت سلاکار سره ګوري

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله به د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او بهرنیو چارو وزیر سوبرمنیان شنکر سره وګوري.

ښاغلی عبدالله د سولې د پروسې او د سیمه ییزې اجماع د غښتلتیا په خاطر د همکاریو د جلب لپاره هند ته تللی.

تمه ده ښاغلی عبدالله په دې څلور ورځني سفر کې وروسته د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم وګوري.

د ملي مصالحې د عالي شورا سلاکار مجیب رحیمي ازادي راډیو ته ویلي چې ښاغلی عبدالله به تر هند وروسته ازبکستان ته هم سفر وکړي.

عبدالله عبدالله تر هند مخکې پاکستان ته تللی و او ویل یې چې هیله من دی د پاکستان سفر یې د افغان سولې او دوه اړخیزو همکاریو نوی فصل پرانېزي.