د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د جګړې دوام؛ تر اوسه ۲۴۰ کسان وژل شوي

قره باغ سیمه کې د جګړې دوام

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ سخته جګړه پرون هم روانه وه.

د نړیوالو له خوا د جګړې د درولو د غوښتنې سره سره دواړو لورو په قره باغ او شاوخوا سیمه کې پر یو بل بریدونو ته دوام ورکوي.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند شوشان استیپانیان وویل، د شپې له خوا د قره باغ مرکز استاپاناکرت د لنډې مودې لپاره آرام و چې د آذربایجان ځواکونو بیا حملې پیل کړې.

آذربایجان ویلي چې ارمني ځواکونو یې پر څو سیمو بریدونه کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ نوې شخړې، د سپټمبر په ۲۷ مه پیل شوې.

دواړه لوري د په لسګونو ملکیانو په ګډون د لږترلږه ۲۴۰ کسانو د وژل کېدو خبرورکوي.