اروپايي شورا: نګورنو قره‌باغ کې بهرنۍ لاسوهنې د منلو نه‌دي

نګورنو قره‌باغ کې جګړه

اروپايي شورا په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ کې د روانو شخړو د بندېدو غوښتنه وکړه.

د اذربایحان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ جګړه چې د سپټمبر پر ۲۷مه پیل شوه لا هم روانه ده.

د اروپايي شورا مشر شارل میشل نن په بروکسل کې اروپايي پارلمان ته په وینا کې وویل: "د نګورنو قره‌باغ په تړاو؛ موږ د شخړو د کمېدو او د سوله‌ییزو مذاکرو د بیا پیل غوښتنه کوو. بهرنۍ، په ځانګړي ډول پوځي لاسوهنې د منلو وړ نه‌دي."

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې یو وار بیا په لانجمنه سیمه نګورنو قره‌باغ او شااوخوا ساحو کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.

دغه هېوادونه وايي، د دې لانجمنې سیمې پر سر د اذربایجان او ارمنستان د شخړې زیاتېدل د سیمې ثبات ته یو «نه‌منونکی خطر» پېښوي.

ارمنستان او اذربایجان وايي د جګړې له پیله ۲۴۴ کسان وژل شوي چې ۶۰ تنه‌یې ملکیان دي، خو اټکل کېږي چې د مړینو واقعي شمېر به خورا زیات وي.