د قرغزستان د پارلماني ټاکنو پایلې باطلې شوې

د قرغزستان پارلماني ټاکنو کې د رأی ورکونې بهیر

د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د تېرې یکشنبې پارلماني ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړې.

له دې سره د زرګونه اعتراض کوونکو هغه غوښتنه پر ځای شوه چې لارو سړکونو ته راوتلي وو او ځینې دولتي ودانۍ یې نیولې وې.

اعتراض کوونکو ویل، په ټاکنو کې د درغلیو له لارې هغه ګوندونه ګټونکي شوي چې له نظام سره نږدې اړیکې لري.

د ولسمشر سورونبای جینبکوف دفتر نن تر دې مخکې ویلي وو چې ولسمشر پر دغه هېواد «بشپړ کنټرول» لري، خو د ده خپل ځای ځایګي په اړه‌یې څه نه‌و ویلي.

ولسمشر جینبکوف نن په یوه جلا اعلامیه کې د پارلماني ټاکنو د رایو له باطلېدو سره رضایت ښوولی و او له سیاسي مخالفانو یې غوښتنه کړې وه چې ناکراري ختمه کړي.

دغه ټاکنې د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو خپلولو لپاره شوې وې.