روسیې، فرانسې او امریکا یو ځل بیا په نګورنو قره باغ کې اوربند وغوښت

د اذرباییحان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ جګړه، چې د سپټمبر پر ۲۷مه پیل شوه لا هم روانه ده او دواړه لوري د یو بل پر عمده ښارونو د ټوپونو ډزې کوي.

روسیې، فرانسې او د امریکا متحدو ایالتونو په لانجمنه سیمه نګورنو قره باغ او شاوخوا ساحو کې د سملاسي اوربند لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړه.

دغه هېوادونه وايي، د دې لانجمنې سیمې پر سر د اذرباییجان او ارمنستان د شخړې زیاتېدل د سیمې ثبات ته یو «نه منونکی خطر» پېښوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه ګډه اعلامیه کې د اوربند دا غوښتنه مطرح کړه.

د اذرباییحان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ جګړه، چې د سپټمبر پر ۲۷مه پیل شوه لا هم روانه ده او دواړه لوري د یو بل پر عمده ښارونو د ټوپونو ډزې کوي.

دې مسئلې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ولاړې کړې دي.

دواړه لوري وايي، د جګړې له پیله ۲۴۴ کسان وژل شوي، چې ۶۰ تنه یې ملکیان دي، خو اټکل کېږي، چې د مړینو واقعي شمېر به خورا زیات وي.