دفاع وزارت: د طالبانو له حضوره د کندز-تخار لویه لار تصفيه شوه

ارشیف، د کندز-تخار لویه لاره

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له حضوره د کندز-تخار د لویې لارې د تصفيې خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند فواد امان د دوشنبې په ماښام (د تلې په ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، طالبانو دا لویه لاره له څو ورځو راهیسې د خلکو پر مخ تړلې وه. امان وویل چې سخت دريځو په دې سیمه کې یو پل هم تخریب کړی دی.

دی وايي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو لویه لاره د طالبانو له حضوره تصفیه کړه او اوس‌مهال دا لویه لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده او خلک کولای شي پرته د ترورېستانو له وېرې پر دې لاره تګ راتګ وکړي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کندز-تخار د لویې لارې د تصفيې د عملیاتو مشري د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز یاسین ضیا کړې.

طالبانو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.