د قرغزستان په لاریونونو کې ګڼ کسان ټپیان شوي

پولیسو وروسته له هغه چې لاریون کوونکو هڅه وکړه چې د حکومت مرکزي ودانۍ ته ننوځي، له زوره کار واخیست. 

د قرغزستان امنیتي چارواکو په بشکیک کې د زرګونو لاریون کوونکو پر وړاندې اوښکې بهوونکی کارولی دی.

لاریونوال وروسته له هغه لارو کوڅو ته راووتل چې د تېرې ورځې د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان شوې او په کې هغه ګوندونه بریالي اعلان شول چې روسیې پلوه ولسمشر سورنبای جین بیکوف ته نېږدې دي.

په قرغزستان کې د لسو سیاسي ګوندونو ملاتړي او فعالان د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې بشکیک الاتو څلورلارې ته راووتل.

دوی تور پورې کوي چې په ټاکنو کې درغلي شوې او په ځینو مواردو کې رایې په پیسو پېرل شوي.

پولیسو وروسته له هغه چې لاریون کوونکو هڅه وکړه چې د حکومت مرکزي ودانۍ ته ننوځي، له زوره کار واخیست.

د مرکزي حکومت ودانۍ ته نېږدې نښتو دوام وکړ او پولیسو پر لاریون کوونکو خال خال ډزې هم وکړې.

لاریون کوونکو هڅه وکړه چې بېرته څلور لارې ته ننوځي.

په دغو نښتو کې د دوو پولیسو او یوه سیاسي ګوند د مشر په ګډون ګڼ کسان ټپیان شول.

د سیاسي ګوندونو مشرانو د لاریونونو پر مهال اعلان وکړ چې د دوولسو ګوندونو مشرانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی دی او له مرکزي ټاکنیزو کمېسیونونو یې غوښتي چې د ټاکنو پایلې تر نیمې شپې پورې لغوه اعلان کړي.

د دوو سیاستوالو د معلوماتو له مخې، د ګوندونو په مشرانو کې چې غوښتلیک یې لاسلیک کړی، د دوو هغو ګوندونو مشران هم شامل دي چې په ټاکنو کې بریالي اعلان شوي دي.

کمېسیون ویلي چې وروستۍ پایلې به په راتلونکو شلو ورځو کې اعلان شي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د سیاسي مخالفانو د ادعا ملاتړ کړی او د دوشنبې په ورځ يې ویلي چې د قرغزستان په ټاکنو کې د رایو پېرلو تورونه بې ځایه نه دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په وینا دا ټاکنې په عمومي توګه پر مخ لاړلې او کاندیدانو په ازاده توګه کمپاین وکړل خو د رایو پېرلو تورونه اوس هم یوه جدي اندېښنه ده.

د حکومت ملاتړې نوې رامنځته شوي د (اتحاد) په نوم ګوند 24.5 فیصده او وروسته د (زما وطن قرغزستان) په نوم ګوند 23.88 فیصده او د قرغزستان ګوند 8.76 فیصده رایې ګټلي دي.

دا درې واړه ګوندونه په پراخه کچه حکومت پلوه ګڼل کېږي چې غواړي اوسنی وضعیت دوام وکړي.

اتحاد او زما وطن قرغزستان ګوندونو دواړو د مسکو په مشرۍ د یورواسیا اقتصادي ټولنې سره یو ځای کېدو ته او له روسیې سره د نېږدې نظامي اړیکو ساتلو ته لېوالتیا څرګنده کړې.

د قرغزستان ولسمشر سورنبای جین بیکوف تر ټاکنو مخکې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په سوچي کې لیدلي وو.