د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو باطلېدو لپاره بشکېک کې لاریون وشو

قرغزستان کې لاریون کوونکي

ګڼو سیاسي ګوندونو د قرغزستان د وروستیو پارلماني ټاکنو د پایلو د باطلېدو لپاره په پلازمېنه بشکېک کې لاریون وکړ.

په پرونیو ټاکنو کې هغو ګوندونو زیاتې څوکۍ ګټلي چې د قرغزستان له روس‌پلوه ولسمشر سورونبای جین بیکوف سره نږدې اړیکې لري.

د مخالفو ګوندونو سوسیال ډیموکرات، وطني اتحاد، متحد واوسئ او اصلاحاتو تر ۱،۰۰۰ زیاتو فعالانو او ملاتړو نن دوشنبه د بشکېک په مرکزي میدان کې لاریون وکړ.

دوی ادعا لري چې په پرونیو ټاکنو کې درغلۍ او سرغړونې شوې دي.

تر دې مخکې د اپوزېسیون دوو نورو ګوندونو پلار وطن او جمهوریت ویلي وو چې دوی او ملاتړي به‌یې نن ناوخته ډله‌ییز اعتراضونه وکړي.

دغه ټاکنې د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو لپاره شوي چې لومړنۍ نتیجې ښيي څلورو ګوندونو د پارلمان ۷ فیصده سیټونه ګټلي دي.