اشرف غني کوېټ او قطر ته ولاړ

محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د کوېټ او قطر په سفر روان شو.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی غني د کوېټ د امیر د فاتحې مراسمو کې ګډون کوي او بیا دوحې ته ځي.

له قطري چاواکو سره به د ښاغلي غني خبرې پر دوه اړخیزو اړیکو راڅرخي او پر دې سربېره غني د دوحې په انسټټیوت کې وینا هم لري.

د خبرپاڼې له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو افغان چارواکي دې سفر کې د ولسمشر ملګرتیا کوي.

د دغه سفر نور جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو اټکل دا دی چې ولسمشر به هلته د خپل دولت له مرکچي پلاوي سره هم ګوري.

په دوحه کې له څه باندې درېیو اوونیو راهیسې د دولت او طالبانو مرکچیان د سولې خبرو ته ناست دي، خو بحثونه‌یې په ظاهره ځنډني او لا هم د عمومي غونډې پر اجندا توافق ته نه‌دي رسېدلي.

هلته د دواړو لورو مسؤلین وایي، پرون او وړمه ورځ‌یې هېڅ لیده کاته نه‌دي شوي او معلومه نه‌ده چې نن به سره وګوري او که نه.