'امریکا له سولې وروسته افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري کوي'

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی وايي امریکا به تر سولې وروسته هم له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري کوي څو د سیمې او نړۍ امنیت خوندي وي.

زلمي خلیلزاد دا خبره د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د مرکزي اسیا هېوادونه څنګه ډاډمن شي څو له سولې وروسته به د افغانستان له خاورې دوی ته کوم ګواښ متوجې نه‌وي؟

هغه زیاته کړه: "دا نه‌یوازې د ګاونډیو هېوادونو، مرکزي اسیا هېوادونو اندېښنه ده، بلکې د ټولې نړۍ اندېښنه ده. څه چې نړۍ غواړي په شمول د تاجکستان دا ده چې افغانان سوله ولري او له افغانستانه بل چا او بل هېواد ته کوم خطر پېښ نه‌وي."

ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې او ثبات د پروسې په تړاو د سیمې یو شمېر هېوادونو له هغې ډلې تاجکستان ته تللی.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمې او مرکزي اسیا د هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.