هلمند کې چاه انجیر او ۳۱ نورو لوېدیځو سیمو ته کمکي ځواکونه لېږل شوي

افغان امنیتي ځواکونه

د هلمند والي وايي، د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ چاه انجیر او ۳۱ نورو لوېدیځو سیمو ته کمکي ځواکونه لېږل شوي دي.

له سیمې څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې لښکرګاه ته نږدې په چاه انجیر او یو شمېر نورو سیمو بریدونه پیل کړي چې په نتیجه کې یې د سیمې خلک له سخت کړاو سره مخامخ شوي دي.

د هلمند والي محمد یاسین وايي چې افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د نادعلي په چاه انجير او ۳۱ لوېدیځو سيمو کې د طالبانو د بريدونو په ځواب کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۱۴ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د نښتو له سیمو ګڼ شمېر خلک بې‌ځایه کېدو ته اړ شوي دي.