'کابل کې نا معلومو وسله‌والو ۲ دولتي کارکوونکي ووژل'

د کابل نقشه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار دوه دولتي کارکوونکي د نا معلومو وسله‌والو په ډزو کې ووژل شول.

دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د کابل د ۱۶مې حوزې اړوند په بګرامیو ولسوالۍ کې شوې ده.

خو په خبرپاڼه کې، دا جزئیات نه‌دي ورکړل شوي چې دا دولتي کسان د کوم بنسټ کارکوونکي وو.

د یو بل خبر له مخې، نن سهار په کابل کې د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په غړي او ویاند حمد‌الله ارباب هم ماین چاودنه شوې چې موټر چلوونکی يې ټپي، خو خپله ارباب ترې روغ وتلی دی.

دا ماین چاودنه د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند هېوادوال بلاکونو ته څېرمه شوې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ دا پېښه تأییدوي او وايي چې په دې ماین چاودنه کې دوه ملکیان ټپيان شوي دي.