مسیر: د ننګرهار پېښه په واضيح ډول د سولې د خبرو د تخریب هڅه ده

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ننګرهار خونړي برید او د سولې د خبرو اترو په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ننګرهار د غني‌‌خېلو ولسوالۍ د وروستي خونړي برید په اړه لیکلی چې په یوه موټربم برید کې شااوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ورځپاڼې د سولې خبرو په درشل کې دا برید د خبرو خلاف کار بللی او لیکلي چې دا پېښه په واضیح ډول د سولې د خبرو د تخریب هڅه ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا برید چې هر چا کړی، له شک پرته چې یوه موخه به‌یې همدا وي چې د سولې روانې خبرې تخریب کړي او یو ځل بیا افغانستان د جګړې شدت ته ورټېل وهي.

ورځپاڼې لیکلي،که څه هم د دغه برید مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی، خو ارګ د دغه برید مسؤل طالبان بللي، په داسې حال کې چې طالبانو رد کړې ده.

سرمقاله کې راغلي، که طالبانو د دغه برید پړه اخیستې وی، نو بیا باید د هر لوري غبرګون تند او تېز وی او پر طالبانو باید له دې امله سخت فشارونه راغلي وی، خو دا چې طالبانو د یاد برید پړه نه‌ده اخیستې او نه هم کوم څه شته چې ثابته کړي، دا برید طالبانو کړی، نو پر دوی یې پړه اچول، د سولې له تخریب سره مرسته کوي او دا هماغه څه دي چې د دغه برید پلانوونکو غوښتي دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په قطر کې د سولې مذاکراتو په تړاو لیکلي چې په دوحه کې د سولې مذاکراتو له پیلېدو نږدې ۲۰ ورځې تېرېږي، خو لاهم دواړه لوري نه‌دي توانېدلي چې د خبرو تګلارې وروستۍ کړي.

ورځپاڼې د دغه ځنډ لاملونه دوه ښودلي، لومړی د دواړو لورو په نظرونو کې اختلاف او دوهم خبرو سره د طالبانو نه‌لېوالتیا.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دوحه کې د افغان مذاکرتي پلاوي له قوله لیکلي، د سولې بحثونه پر سم لوري روان دي او تمه شته چې ژر په رسمي توګه پر اجنډا بحثونه پیل شي.

ورځپاڼې د سولې لپاره د قطر په روانو هڅو کې د دغه پرمختګ هرکلی کړی او هیله‌یې ښودلې چې دا پرمختګ نور هم ګړندی شي او لږترلږه په افغانستان کې د وینو تویولو لړۍ بنده شي.

ورځپاڼې لیکلي، تر ټولو مهم اوربند دی او افغانان دې ته سترګې په لار دي چې په دې برخه کې مهم پرمختګونه وشي.