عبدالله په څلور ورځني سفر هند ته ځي

عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه څلور ورځني سفر هند ته ځي.

ښاغلی عبدالله به د نوې ډېلي له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د هند د ونډې او ملاتړ په لارو چارو خبرې وکړي.

هندي رسنیو ویلي چې دغه سفر د اکټوبر په شپږمه چې د راتلونکې سې شنبې ورځ ده، پیلېږي.

له کله نه چې ښاغلی عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر ټاکل شوی، دا یې هند ته لومړنی سفر دی.

نوموړی تېره اوونۍ په درې ورځني سفر ګاونډي هېواد پاکستان ته تللی و او هلته‌یې د سولې په روانو هڅو له صدراعظم، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.