ولسمشر غني د پکتیکا امنیه قوماندان او د لوا قوماندان له دندې ګوښه کړل

محمد اشرف غني پکتیکا کې د غونډې پر مهال

د افغانستان ولسمشر د پکتیکا د امنیه قوماندان او په دې ولایت کې د ملي اردو د لوا قوماندان د دندې د لیرې کېدو امر وکړ.

محمد اشرف غني نن یاد ولایت ته د سفر پر مهال له ځایي مشرانو او حکومتي مسؤلینو سره د خبرو پر مهال وویل چې خلک له روان امنیتي وضعیت څخه راضي نه‌دي.

ولسمشر د سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی او د جنرال رحمدل حیدرزي د ګوښه کېدو په اړه وویل: "ما ویل ما ته خیر خیریت مه‌وایاست، د پکتیکا ولسونه درنه خوابدي دي، هم د امنیه قوماندان بدلېږي او هم د ملي اردو د لوا قوماندان."

ولسمشر زیاته کړه چې د دواړو امنیتي چارواکو د وړتیا تر ارزولو وروسته به یا په کوم بل ځای کې په دندو وګمارل شي او یا به‌یې تقاعد ته سوق کړي.

ولسمشر نن سهار د پکتیکا د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ مرکز ښرنې ته سفر وکړ.

پکتیکا د افغانستان په جنوب ختیځ کې یو له ناامنو ولایتونو دی چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.