ارمنستان او اذربایجان د مېنسک ګروپ سره تعامل ته لېوالتیا ښودلې

د ارمنستان او اذربایجان بیرغونه

ارمنستان او اذربایجان د نگورنو قره‌باغ شخړو په اړه د مېنسک له ګروپ سره تعامل ته د لېوالتیا نښې ښودلې دي.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییف پر روسیې، امریکا او فرانسې چې د مېنسک ګروپ یا ډله نومېږي، غږ کړی چې د نګورنو قره‌باغ شخړې د هواري لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

دا ډله له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې چې د اذربایحان په نګورنو قره‌باغ سیمه کې اوربند نافذ شوی وو، د سولې هڅو د منځګړیتوب هڅې پر مخ وړي.

الهام علییف د اکټوبر پر درېیمه له الجزیره شبکې سره په مرکه کې ویلي چې له دغو درېیو هېوادونو غواړي د نګورنو قره‌باغ د تازه شخړو د هواري لپاره هڅې وکړي، خو په دې شرط چې د ده په خبره دا هڅې بې‌طرفانه وي.

تر دې یوه ورځ دمخه د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د نګورنو قره‌باغ د جګړو د درولو لپاره‌یې د مېنسک ګروپ د غوښتنې هرکلی وکړ.

دغه‌راز ارمنستان د اکټوبر پر دوهمه ویلي چې لېواله دی د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې په خبرو کې ښکېل شي.

داسې وېره ده چې د تېرې اوونۍ شخړې په داسې جګړو واوړي چې سیمه‌ییز قدرتونه لکه روسیه او د ناټو غړې ترکیه په‌کې ښکېل شي.