پکتیکا کې د غني غونډې ته د خبریالانو د نه‌ورپرېښېدو په اړه د ارګ غبرګون

محمد اشرف غني

ارګ په پکتیکا ولایت کې د ولسمشر غونډې ته د خبریالانو د نه‌ورپرېښېدو په اړه غبرګون ښودلی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن پر ټویټر ولیکل چې دا موضوع به د پکتیکا د والي له دفتر سره جدي وڅېړي څو په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیول شي.

تر دې وړاندې د پکتیکا ځایي خبریالانو او د ولایتي شورا یوه غړي اعتراض وکړ چې دوی ته د ولسمشر په غونډه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د ولایتي شورا یوه غړي افسر سلیمان‌خېل رسنیو ته ویلي چې ډېر مهم مسایل‌یې درلودل چې باید له ولسمشر سره‌یې شریک کړي وی .

ځایي خبریالانو هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته دوه ورځې وړاندې په غونډه کې د ګډون لپاره د خبریالۍ کارتونه ورکړل شوي وو، خو د غونډې په ورځ دوی ته د خبري پوښښ اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

ولسمشر اشرف غني نن سهار د پکتیکا ولایت د وضعیت د ارزولو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي له یو شمېر ولایتي چارواکو او مشرانو سره په خبرو کې د امنیت د ښه کېدو ژمنې کړې دي.