ارمنستان: آذربایجان سره د سولې خبرو پیل ته چمتوالی لرو

په نګورنو قره باغ کې اوسنۍ جګړه د سپټمبر په ۲۷ مه پیل شوه.

ارمنستان وايي، چمتو دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له لارې له آذربایجان سره د سولې خبرو ته کېني.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پر سر د ارمنانو او آذربایجان د پوځ د جګړې د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې.

په نګورنو قره باغ کې اوسنۍ جګړه د سپټمبر په ۲۷ مه پیل شوه.

په دې جګړه کې د راپورونو له مخې له دوو سوو زیات کسان چې ملکي وګړي هم په کې دي، وژل شوي دي.

تردې دمه ارمنستان او آذربایجان د جګړې بندولو ته هېڅ لېوالتیا نه وه ښودلې.

د نګورنو قره باغ اکثریت وګړي ارمني ټبري دي خو دا سیمه د آذربایجان په قلمرو کې دننه پرته ده.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه وویل چې د دې بحران د حل لپاره د فرانسې، روسیې او امریکا د منځګړتوب د طرحې هرکلی کوي.

دا درې هېوادونه د مینسک د ډلې په نوم یادېږي چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې په نګورنو قره باغ کې د ماتېدونکي اوربند نوښت کړی و.

هغه مهال د ارمنستان او آذربایجان په جګړه کې له دېرش زرو زیات کسان وژل شوي وو.

ارمنستان پرون پر آذري ځواکونو تور ولګاوه چې د نګورنو قره باغ پر مرکز یې حمله کړې ده.

د آزادۍ راډیو د ارمني څانګې د راپور له مخې په دې برید کې څلور کسان ټپیان شول.