ارمنستان: د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې خبرو ته حاضر یو

ارشیف، د ارمنستان بیرغ

ارمنستان وایي، دې ته لېواله دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې خبرو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قره‌باغ لانجمنې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د پیل شوې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي، دوی د فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو له هغې غوښتنې هرکلی کوي چې د شخړې د درېدو غوښتنه په‌کې شوې.

د اذربایجان د ولسمشر یوه سلاکار حکمت حسییف خبریالانو ته ویلي، که ارمنستان د وضعیت ښه کول غواړي، باید د دوی په ټکو د نګورنو قره‌باغ (اشغال) پای ته ورسوي.

دغلته له تېرې یکشنبې راهیسې جګړې دواړو لورو ته د ملکیانو په ګډون له ۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.