ایران کې د اذربایجان په ملاتړ مظاهرې شوي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون څو ښارونو کې له ارمنستان سره په شخړه کې د اذربایجان په ملاتړ مظاهرې شوې دي.

د لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ پر سر تېره یکشنبه د اذربایجان او ارمنستان جګړه ونښته چې تر اوسه په‌کې دواړو لورو ته د ملکیانو په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وېډیوګانې پر سړکونو لسګونه ایرانیان ښيي چې په اذري ژبه شعارونه ورکوي.

د مظاهره‌چیانو یو شعار دا دی چې " قره‌باغ زموږ دی او زموږ به وي".

ازادي راډیو لا د دغو وېډيوګانو کره‌والی نه‌شي تأییدولی.

راپورونه وایي چې په ځینو ښارونو کې مظاهره‌چیان له پولیسو سره نښتي او د اعتراض پر مهال ۳۸ تنه نیول شوي هم دي.