اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو سفیرانو سره پر سولې وغږېد

د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر لیدنه

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

د وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، دغو خبرو کې چې پرون ماښام ترسره شوي، د سولې بهیر پر پرمختګونو او ننګونو بحث شوی دی.

ښاغلی هېواد زیاتوي: "په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر د سولې بهیر کې د وروستیو پرمختګونو، ګواښونو، اندېښنو او د موافقیتونو د فرصتونو په اړه نظر تبادله کړ، سفیرانو له خپل اړخه د سولې مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړ."

دوحه کې د دولت او طالبانو خبرې په ظاهره یو څه لانجمنې شوې دي او دواړه لوري تر اوسه د عمومي بحث پر اجنډا او تګلارې نه‌دي سلا شوي.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او د دغې ډلې له مشر مرکچي عبدالحکیم حقاني سره کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، دې خبرو کې له امریکا سره د دوی د هوکړې پر عملي کولو او د قطر د خبرو پر هڅو ټینګار شوی دی.

لا معلومه نه‌ده چې د خلیلزاد منځګړیتوب به دوحه کې د اختلافونو له حل سره مرسته وکړي او که نه.