د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او مېرمنیې ملانیا ټرمپ په کرونا اخته شوي او قرنطین کېږي.
د ټرمپ د 'کووېډ-۹۱' معاینه داسې وخت مثبته ختلې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته شااوخوا یوه میاشت پاتې ده.
ټرمپ څو ساعته مخکې (د اکټوبر په دوهمه سهار وختي) په خپل ټويټر تأیید کړه چی دی او لومړۍ مېرمن په کرونا اخته شوي.
هغه زیاته کړې چې دواړه به د قرنطین او د درملنې پروسه ژر پیل کړي.
ټرمپ هیله ښودلې چې دواړه (دی او مېرمنیې) به له دې مرحلې په ګډه ووځي.
Tonight, @FLOTUS and I tested positive for COVID-19. We will begin our quarantine and recovery process immediately. We will get through this TOGETHER!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) October 2, 2020
لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ هم په خپل ټویټر لیکلي لکه څنګه چې په ګڼو امریکایانو تېره شوې دا او ولسمشر هم په کرونا اخته شوي او په کور کې به قرنطین کېږي.
هغې زیاته کړې چې وضعهیې ښه ده او هیلهمنه ده چې ټول دې ځانونه خوندي کړي.
As too many Americans have done this year, @potus & I are quarantining at home after testing positive for COVID-19. We are feeling good & I have postponed all upcoming engagements. Please be sure you are staying safe & we will all get through this together.
— Melania Trump (@FLOTUS) October 2, 2020
د ولسمشر ټرمپ معالج ډاکتر شان کانلي په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر او لومړۍ مېرمن دواړه ښه دي او پلان لري چې د خپلې درملنې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې پاتې شي.
کانلي زیاته کړې ټول دې مطمئن واوسي چې ولسمشر ټرمپ به د درملنې پر مهال خپلې ټولې دندې ترسره کوي.
دا لا نهده روښانه چې ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمن د 'کووېډ-۹۱' کومې نښې لري که نه.
د امریکا د ناروغیو د کنټرول د مرکز د معلوماتو له مخې په عادي توګه کله چې یو کس په کرونا اخته شي په پنځو ورځو کې یې ناروغي زیاتېږي، خو نښې یې تر دوو ورځو ځانونه ښکاروي.
دا چې د ټرمپ د کرونا معاینه مثبته راوتلې ده اندېښنهیې رامنځته کړې چې د هغه نږدې همکاران د حکومت لوړپوړي کسان به هم ښايي په کرونا اخته شوي وي او باید قرنطین شي.
تر ټرمپ څو ساعته مخکې د هغه یوه لوړپوړې سلاکاره هوپ هېکس هم په کرونا اخته شوې. اغلې هېکس دا یوه وروستۍ اوونۍ څو واره له ټرمپ سره یوځای سفرونه کړي.
وروستی وار ټرمپ او هېکس د سپټمبر په ۳۰مه د مینهسوتا غونډې ته ورغلي و او تر هغه یوه ورځ مخکې یې د سپټمبر په ۲۹مه د کلیولنډ د مناظرې لپاره هم په یوه الوتکه کې سفر کړی و.
ټرمپ مخکې له دې چې معاینهیې مثبته راووځي فاکس نیوز ته په یوه ټیلیفوني مرکه کې ویلي و چې ده او مېرمنیې دواړو معاینه ورکړې ځکه له هوپ سرهیې ډېر وخت تېر کړی.
ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپایني منډو ترړو په اوج کې په کرونا اخته شوی. د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په درېیمه کېږي او معلومه نهده ټرمپ چې د نظر پوښتنو په اساس له خپل ډیموکراټ سیال جوبایډن نهه نمرې شاته پاتې دی، کمپاین څنګه مخته وړي.
د راپورونو په اساس په ۷۴ کلن ټرمپ چې ونهیې لوړه او وزنیې زیات بلل شوی ښايي دا ویروس په سختۍ تېر شي.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې تر دې دمه له اووه میلیون او ۲۰۰ زرو زیات کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې نږدې ۲۰۸ زره کسان مړه شوي.