اروپايي ټولنې نګورنو قره‌باغ کې د جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه

ارشیف

د اروپايي ټولنې مشرانو پر لانجمنې سیمې نګورنو قره‌باغ د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.

داسې اندېښنې شته چې د دې تاوتریخوالي زیاتوالی به د سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ په بشپړې جګړې بدل شي.

اروپايي شورا نن (د اکټوبر ۲مه) په بروکسل کې تر یوې سرمشریزې وروسته په اعلامیه کې وویل: "په ملکي ساحو کې ځاني او مالي زیان د منلو وړ نه‌دی. دا شخړه په پوځي لارې او داخلي لاسوهنو نه‌حلېږي."

د ارمنستان او اذربایجان ځواکونه تېره یکشنبه په جګړه واوښتل چې تر اوسه‌یې په دواړو لورو کې د ملکیانو په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.