ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې په کرونا ویروس اخته شوي

ډونالد ټرمپ او مېرمن‌یې ملانیا ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ده او لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ د کرونا ویروس د معایناتو نتیجه مثبته وه.

ښاغلي ټرمپ نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د ځانونو د قرنطین او روغېدو پروسه به ډېر ژر پیل کړي.

تر دې مخکې پرون د ولسمشر د نږدې همکارې هوپ هیکس چې دا اوونۍ له ولسمشر ټرمپ سره په څو سفرونو کې ملګرې وه، د معایناتو نتیجه مثبته وه.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي چې هوپ هیکس په شدت، له خنډ او ځنډ پرته کار کړی او دا ډاروونکې ده چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د معایناتو نتیجه‌یې مثبته وه.

هیکس تېره سې شنبه له ولسمشر سره په الوتکه کې د جمهوري ریاست لومړۍ مناظرې ته د اوهایو ایالت کلیولنډ ته او تېره چهارشنبه په یوه لویه غونډه کې د ګډون لپاره د جمهوري ریاست په څرخي الوتکه کې مینه‌سوتا ایالت ته لاړه.

د سپینې ماڼۍ ویاند جد دیر په یوه اعلامیه کې وویل، ولسمشر د ځان او هر هغه چا روغتیايي خوندیتوب ته جدي پام کوي چې د ده او د امریکایي وګړو د ملاتړ لپاره کار کوي.

په وروستیو میاشتو کې د سپینې ماڼۍ د ګڼو کارکوونکو د معایناتو نتیجه مثبته ختلې چې په دغو کسانو کې د مرستیال ولسمشر مایک پنس مطبوعاتي سکرتر کیټي ميلر او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین راځي.