دوه فرانسوي خبریالان په نګورنو قره‌باغ کې ټپیان شوي

ارشیف

دوه فرانسوي خبریالان چې د فرانسې د لیموند ورځپاڼې لپاره‌یې کار کاوه، پرون (پنجشنبه) د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه کې سخت ژوبل شول.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون وویل، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت‌یې هڅه کوي هر څومره ژر چې ممکنه وي دا دوه ټپي ژورنالېستان خپل هېواد ته ورولي.

په همدې حال کې د نګورنو قره‌باغ سیمې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د دواړو ژورنالېستانو حالت نازک دی، د سیمې د ډاکترانو له لوري یې جراحي عملیات شوي او د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته به ولېږدول شي.

پرون د جګړې په پنځمه ورځ هم د دواړو خواوو ترمنځ سختې نښتې روانې وې.