وېلسن: د سولې خبرو د کړنلارې په اړه بحث کې اړتیا وړ مرستې ته چمتو یو

راس وېلسن

په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر او شارژدافیر وايي چې متحده ایالات او نور هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره هرې هغې مرستې ته چمتو دي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د خبرو د کړنلارې په اړه د بحث پر مهال د هغو اړتیا ویني.

راس وېلسن دا څرګندونې نن د عامې روغتیا وزارت ته د متحده ایالاتو له‌خوا د مصنوعي تنفس د ۱۰۰ وسیلو یا وینټلاټورونو د مرستې د سپارلو پر مهال په یوه غونډه کې وکړې.

هغه وویل، په دوحه کې د سولې خبرې ښايي یو څه زیات وخت واخلي ځکه دواړه لوري له صفر څخه پیل کوي.

ښاغلي وېلسن زیاته کړه د امریکا او د نورو هغو هېوادونو د نظریو منل چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته کوي په خبرو کې په ښکېلو خواوو پورې اړه لري.

د امریکا سرپرست سفیر وویل، امریکا دا لېوالتیا نه‌لري چې پر مرکچي پلاویو خپل نظر تحمیل کړي، بلکې د اړتیا په صورت کې مرستې ته چمتو ده.